په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه د مرغومی ۱۹ مه وویل: په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر پخوانی رئیس سهیل شاهین په قطر کې د افغانستان د سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
مجاهد زیاته کړه: د دغه سفارت پخوانی رئیس محمد نعیم د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
د ایرنا په وینا، تر دې وړاندې سهیل شاهین په دوحه کې د افغانستان د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر د مشر او محمد نعیم وردګ په دوحه کې د افغانستان د سفارت د سرپرست په توګه دنده ترسره کوله.
د پیغام پای/
Your Comment